IQNA

پاریس د؛ اسلام  او د آزادۍ او د سولې لارې چارې؛نومې نړیوال سمینار کوربه

10:41 - May 28, 2024
د خبر لمبر: 3489289
ایکنا – په یویشتمې پيړۍ کې د جمعیت اسلام ټولنې په همت سره  د ؛اسلام او د آزادۍ او سولې لارې چارې؛ نومې نړیوال سمینار  د ۲۰۲۴کال د مئ په ۲۸ او ۲۹ نیټه  د پاریس  په لویدیځي نړۍ  فاؤنډیشن کې  ترسره کیږی.

ایکنانیوز د اینډیپنډينټ لهق وله راپور راکړ، د اسلام او د آزادۍ او سولې دلارې چارې  نومې نړیوال سمینار ترسره کونکو وئيلي دي، دغه نړیوال کنفرانس په اوسمهاله نړۍ کې داسلام دد ین په باب دخبرواترو لپاره یوځایګی کیدلی شي،د نړۍ له مختلفو سیمو یو شمیر کارپوهان ،متخصصان، څیړاند او پوهنتونوال به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړيږ

په دغه نړیوال سمینار کې په مختلفو ټولنو  په تیره بیا دمسلمان لږګي لرونکو ټولنو کې د سولې او هوساینې ته د رسیدا او په آرامښت او ثبات کې د اسلام د رول د پیاوړتیا،د غیر مسلمانانو په نسبت د مسلمانانو د تعصب ښکارندې، او بالعکس، د سولې اومصحلت پّ پياوړتیا کې د دیني زده کړو اهمیّت او دغه راز د اسلام په باب د سیاسی او رسندوئي  چیلنجونو د ارزونې په څير په موضوعګانو باندې بحث او دنظر تبادله وشي.

دغه کنفرانس چې  په لویدیځي ټولنو کې د مسلمانو نفوسو د ودې په دلیل ترسره کیږي، د اسلام له دین سره به  په رابطې کې د اوسمهاله چیلنجونو  په باب د آزادو خبرواترو دترسره کیدا لپاره یو پلیټ فارم وي او هڅه کیږي، د افراط پالنې او نفرت خورونکو څرګندونو په وړاندې د سموونکي کړچار په غوره کولو سره د ینونو ترمینځ خبرې اترې دود شي او له افراطي افکارو سره د مبارزې لپاره  یو نوی کړچار وړاندې  شي.

په دغه نړیوال سمینار کې به د فرانسې له داخل او بهره  څه دپاسه شل مسلمان او غیر مسلمان شخصیّتونه د ؛ا سلام  او د آزادۍ او سولې د لارو چارو؛ په زمینې کې په ډيرو موضوعګانو ویناوې وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4218612  

captcha